Apr 18, 2024 13:39 Asia/Kabul
  • په غزه کې د شهیدو ماشومانو وحشتناکه شمېره اعلان شوه/ د استعمارګرو جنون
    په غزه کې د شهیدو ماشومانو وحشتناکه شمېره اعلان شوه/ د استعمارګرو جنون

پارس ټوډې – د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ زره او ۸۰۰ ماشومان په شهادت رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) اجرایوي مشرې کاترین راسل، په غزه کې د ماشومانو وضعیت، دردوونکی او غمجن وباله او ویې ویل چې په غزه کې د ویجاړۍ کچه او سرعت ټکان ورکوونکی دی. د صهیونیسټي رژیم د حملو په نتیجه کې په غزې تړانګې کې څه دپاسه دیارلس زره او۸۰۰ ماشومان په شهادت رسېدلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې د جګړې د شهیدانو شمېر، ۳۳ زره او ۸۹۹ تنو او د ټپیانو شمېر ۷۶ زره ۶۶۴ تنو ته رسېدلی دی.

نږدې ۸ زره کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي چې د را ایستلو هڅې روانې دي. دغه راز د غزې په جګړه کې ۷۳ سلنه شهیدان او ټپیان ښځې او ماشومان دي.

د اسرائيلي رژيم جوړښت په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطين خاورې ته له بېلابېلو هېوادونو څخه د يهودیانو د مهاجرت له لارې رامنځته شو او په ۱۹۴۸ کال کې يې شتون اعلان شو. له هغه وخت راهیسې د فلسطینیانو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولو لپاره د ډله ایزې وژنې بېلابېل پلانونه تر سره شوي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو د استعماري رژیم د نسکورېدو او خپلو اصلي سیمو ته د یهودیانو د ستنېدو له جدي ملاتړ کوونکو څخه دی.

کلیدي کلمې: له فلسطین سره د اسرائیلي رژیم جګړه، پر اسرائیلو د ایران برید، د غزې جګړه، غزه چېرته ده، فلسطیني ماشومان

ټیګونه