Apr 24, 2024 13:25 Asia/Kabul
  • د لوېدیځ له مداخلې پرته به، د ایران او اسرائیلو جګړه څنګه وي؟
    د لوېدیځ له مداخلې پرته به، د ایران او اسرائیلو جګړه څنګه وي؟

پارس ټوډې- پر اسرائیلو د ایران د مجازاتو د برید په پایته رسېدو سره، پوځي شنونکو د دې جګړې ابعاد او د هغې پایلې څېړلي دي.

یو له هغو برخو څخه چې ډېری شنونکي ورته پام کوي، د اسرائیلو د دفاعي سیسټم کمزورتیا او ځواکمنتیا ده. د اپریل په دیارلسمه پر اشغال شویو سیمو باندې د ایران په بریدونو کې، د اوسپنې گنبد خپله کمزوري وښودله او د اسرائیلو له دفاعي دیوال څخه ډېر ایراني ډرون او میزایل تېر شول.

اوس، پوځي شنونکي د دې مسلې "لامل" او هغه ستونزې څېړي، چې اسرائیل به په احتمالي راتلونکو جګړو کې ورسره مخ شي.

پر اسرائیلو د ایران تنبیهي برید؛ هغه زخم چې نه جوړېږي

د صهیونیسټي رژیم د دفاعي سیسټم د کارکردګۍ په اړه د اسرائیلو د پخواني لومړي وزیر ایهود اولمیرت څرګندونو، د لوېدیځو قدرتونو د مرستې په نه شتون کې، د ایران له حملې او د فلسطیني مقاومت له حملو سره د مقابلې لپاره، د نیواکګرو د وړتیاوو په هکله ډېر شکونه راپارولي دي.

اولمرت په یوه بیانیه کې ویلي: «د اسرائیلو پوځ د نورو هېوادونو [د خپلو متحدینو] له مرستې پرته، د ایران له ۷۵ سلنې څخه د زیاتو هدفونو په شنډولو کې نه بریالی کېده.

د پوځي او ستراتېژیکو چارو کارپوه ډګروال حاتم کریم الفلاحي په وینا، دا څرګندونې مبالغه ده.

حاتم کریم الفلاحي هم په دې باور دی چې اسرائیل یوازې د ایران د ۷۵ سلنه بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د شنډولو او له منځه وړلو توان نه لري، خو دغه پوځي شنونکي له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې اسرائیل د ایران پر وړاندې یوازې دی، په همدې خاطر، هغه له ایران سره د سترې جګړې توان نه لري.

د الجزیرې د راپور له مخې، ایران د تېرې جمعې په سهار اعلان وکړ چې د اصفهان په اسمان کې چاودنې شوې دي او تایید یې کړه چې د ایران پر ضد کوم توغندی نه دی لګېدلی او د دغه هېواد حساسو تاسیساتو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې اسرائیلو د اپریل په دیارلسمه د ایران د غچ اخیستنې په ځواب کې، پر اصفهان برید کړی دی.

د حاتم کریم الفلاحي د تحلیل له مخې، د ایران برید د اسرائیلو د پوځ د وړتیاوو په اړه ډېر حقایق په ډاګه کړل. له هغې ډلې، د څرګند شویو کمزوریو په منځ کې، د اسرائیلو د هوايي دفاعي سیسټم کمزورتیا ده. په ورته وخت کې، د اوسپنې گنبد کمزوري نوره هم څرګنده شوه.

د اوسپنې گنبد له دې مخکې هم د غزې له تړانګې څخه له توغندل شویو توغندیو سره د مقابلې توان نه درلود.

الفلاحي په دې اړه زیاتوي:

"اسرائیل د خپلو درېیو لویو متحدینو ، متحده ایالاتو، انګلستان او فرانسې له مداخلې پرته، نشي کولای حتی د اشغال شوي سیمو په لور توغول شوي 25 سلنه توغنديو مخه ونیسي."

په وروستیو بریدونو کې کومې وسلې کارول شوې؟

د الفلاحي په وینا، اسرائیل درې هوایي دفاعي سیسټمونه لري: د اوسپنې گنبد، فلاخن داوود (ډیویډ سلینګ (David's Sling  او پیکان.

"فرانسه حتی نشي کولای د اشغال شویو سیمو په لور توغول شوي 25 سلنه توغندي بند او شنډ کړي."

د دې سربېره، صهیونیسټي رژیم د مخه نیوونکې وړ الوتکې او هوايي دفاعي بېلابېلې وسلې لري، چې د دښمن د الوتکو د ویشتلو لپاره د اغېزمنو وسلو په توګه کارول کېږي. خو دغه د پام وړ تجهیزات ونتوانېدل چې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې ودرېږي او دغه توغندي او بې پیلوټه الوتکې وتوانېدل چې د اسرائیلو له دفاعي کرښې څخه تېر شي.

د الجزیرې پوځي او ستراتیژیک کارپوه په ډاګه کوي چې ایران پر اسرائیلو په برید کې، خپلې پرمختللې وسلې نه دي کارولي او یوازې یې له زړو وسلو څخه کار اخیستی او ډېری دغه ډرون یې په کم سرعت او په ښکاره توګه د دښمن د ګمراه کولو لپاره، اشغال شویو ځمکو ته استولي دي .

د یادولو وړ ده چې امریکا، انګلستان او فرانسې د ایراني توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په شنډولو کې چې د اپریل په دیارلسمه یې اسرائیل په نښه کړ، برخه اخیستې وه او له تل ابیب څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ، خو یادونه یې وکړه چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو غوښتونکي نه دي.

دې موضوع ته په اشارې سره د الجزیرې شنونکی ټینګار کوي چې په داسې جنګ کې چې یوازې ایران او اسرائیل پکې برخه ولري، صهیونیسټي رژیم به هېڅ چانس او فرصت ونه لري.

کلیدي کلمې: د ایران-اسرائیلو جګړه، د غزې جګړه، د ایران-امریکا جګړه، د ایران پوځي ځواک

ټیګونه