عمران خان د طالبانو له موقته حکومت سره د مذاکراتو د پیلولو خبره کړې
عمران خان پرون وویل چې د افغانستان له طالبانو سره د مذاکرې لپاره یې یو تازه نوښت پیل کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم د شنګهايي تنظیم د غونډې ترڅنګ د طالبانو له لنډمهاله حکومت سره د خبرواترو د پیلولو لپاره د اسلام آباد د نوي نوښت خبر ورکړی دی
عمران خان پرون وویل چې د افغانستان له طالبانو سره د مذاکرې لپاره یې یو تازه نوښت پیل کړی دی.
هغه په خپل ټویټر کښې ولیکل: د ګاونډي هیوادونو له مشرانو په تیره بیا د تاجکستان له ولسمشر سره له تفصیلي خیراترو وروسته اسلام آباد په افغانستان کښې د هراړخیز حکومت د جوړیدو په موخه له طالبانو سره خبرې پیل کړې.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان په ټول شموله او هراړخیز حکومت کښې هزاره، تاجک او ازبک قومونو ته د ونډې ورکولو په لړ کښې له طالبانو سره موافقې ته رسیدلی دی.
د پاکستان وزیراعظم څرګنده کړه: په افغانستان کښې د څلویښتو کلونو له نښتو وروسته د یو پراخ بنسټه حکومت جوړیدل په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات ضمانت ورکولی شي او د دې بهیر دوام د ټولې سیمې د خلکو په ګټه ګرځولی شي.
د ویلو ده چې طالبانو په دې وروستیو کښې یو لنډمهاله حکومت معرفي کړ چې د هزاره په شمول د مختلفو قومیتونو له شتونه خالي دی او د افغانستان خلک یې قهرولي دي.