پاکستان په افغانستان کښې د ترهګرو په شتون اندیښنه وښودله
(last modified Sat, 25 Sep 2021 06:52:36 GMT )
Sep 25, 2021 11:22 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې د ترهګرو په شتون اندیښنه وښودله

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کښې د تحریک طالبان او د داعش په شمول د ځینو ترهګرو ډلو په شتون اندیښنه څرګنده کړه .

عمران خان د امریکا له نیوزویک (Newsweek) اونیزې سره په مرکه کښې په افغانستان کښې د ټروریسټي ډلو هدفونه د دغه هیواد ناامنه  او بې ثباته کول او ورانول وبلل .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ادعا وکړه له طالبانو سره د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو هر ډول ملګرتیا د افغانستان له امنیت سره مرسته کولای شي .

عمران خان ډاګینه کړه له افغانستانه د امریکا له وتلو او د تیرې اګست میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه په کابل کښې د طالبانو له دیره کیدا وروسته دغه هیله شته وه چې په ټول هیواد کښې امنیت او سوله ټینګه شي او دغه چاره به د پاکستان او د سیمې لپاره هم ګټه ولري .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د طالبانو له موقته حکومت سره د پاکستان د مرستو په توجیه کښې وویل اسلام اباد هڅه کوي په افغانستان کښې له دیره ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي .

د پاکستان چارواکو د اګست په پینځلسمه (۱۵) نیټه په افغانستان باندې د طالبانو له کنټرول وروسته تراوسه د ډیرو هیوادونو له مسولانو سره سلامشورې کړي دي چې طالبان په رسمیت وپیژندي خو دغه هیوادونه باوري دي د بشري حقوقو نه رعایتولو او او هغو محدودیتونو چې دغه ډلې په افغانستان کښې اعمال کړي دي د طالبانو په څیرې اغیز شیندلی دی .

په دغو محدودیتونو کښې انجلیو ته د زده کړې د اجازې نه ورکول  او د خبریالانو په فعالیتونو باندې بندیز لګول شامل دي .

 

ټیګونه