عمران خان له طالبانو د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 25 Sep 2021 09:57:27 GMT )
Sep 25, 2021 14:27 Asia/Kabul
  • عمران خان له طالبانو د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په تیرو شلو (۲۰)کلونو کښې په جنګ ځپلي هیواد افغانستان کښې د شوي پرمختګ د ساتلو لپاره د نړۍ له هیوادونو د طالبانو د نوي حکومت د ملاتړ او د ترهګرو لپاره په یوه(۱) امن ځای د افغانستان د بدلیدا د مخه د نیولو غوښتنه وکړه .

عمران خان د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د اینټرنیټ له لارې وینا کښې وویل مونږ مخ ته یوازې  یوه(۱) لاره لرو او مونږ باید د افغانستان د خلکو د ګټو په خاطر  اوسنی حکومت پیاوړی او باثباته کړو .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړ د دغه چارې اپوټه کار ترسره کول به افغانستان نور پسې بې ثباته کړي او هغه به د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل کړي .

په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدا وروسته پاکستان په پرله پسې ډول د نړۍ د هیوادونو لخوا د طالبانو د نوي حکومت په رسمیت د پیژندلو ، په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د مخه د  نیولو لپاره د مرستې د کولو او د ممکنه اقتصادي ځوړتیا د مخنیوي لپاره له نوي حکومت سره د مالي مرستو د کولو غوښتنه کړي ده .

دغه غوښتنې له تیرو څو اونیو راهسې د پاکستان د خارجه وزارت په مهمې اجنډا بدلې شوي دي .

ډیرو لویدیځو هیوادونو له طالبانو سره له تعامل لرلو سره دلچسپۍ ښودلي ده او د بشري مرستو ژمنه یې کړي ده .

خو دغه هیوادونه په افغانستان کښې د نوي حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت پيژندلو او ورسره د مالي مرستو په کولو کښې زړه نه زړه دي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه راز له اسلام څخه د هیوادونو د ویرولو له کړچار سره مقابله کول  ضروري وباله .

هغه وویل په هندوستان واکمن نظام د دغه هیواد د دوه سوه (۲۰۰)میلیونو مسلمانانو پرضد د نفرت د رامینځته کولو ، ویرې او د تاوتریخوالي څپه رامینځته کړي ده .

عمران خان وویل په جمو او کشمیر کښې د هندوستان اقدامات د بشریت پرضد جنایت او جنګي جرمونه دي .

 

ټیګونه