د بښنې وړاندیز یوازې د ښو طالبانو لپاره دی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د تحریک طالبان پاکستان غړیو ته د بښنې د وړاندیز په دفاع کولو سره پرون وویل د بښنې دغه وړاندیز یوازې د ښو طالبانو لپاره دی او په دې هکله له تحریک طالبان پاکستان ډلې په لوړه سویه خبرې اترې روانې دي .
شیخ رشید له تحریک طالبان پاکستان سره د اسلام اباد د حکومت په لوړه سویه د خبرو اترو د جزیاتو له ورکولو پرته وویل د بښنې دغه وړاندیز د هغو وسله والو طالبانو لپاره نه دی کوم چې په هیواد کښې د وینې د تویولو مسول دي چې اشاره یې په دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال کښې په پیښور کښې د پوځ په ښوونځي باندې د طالبانو حملې ته وه .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو د مکانیزم او د ګټو په هکله د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل د هغو کسانو چې په پیښور کښې د پوځ په ښوونځي باندې حملې کښې لاس لري مورد فرق لري او د هغو کسانو چې د بیلابیلو دلایلو په خاطر له هیواده تللي دي مورد سره فرق لري .
شیخ رشید وویل د پاکستان حکومت هیڅ چا ته نه تسلیمیږي او له طالبانو سره خبرې په لومړۍ مرحلې کښې او په دغه پړاو کښې نتیجې ته د رسیدا لپاره د بیړۍ هیڅ ضرورت نشته .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تیرې جمعې ورځ د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته د بښنې وړاندیز وکړ او ورته یې وویل چې وسلې پر ځمکه کیږدوي .
عمران خان وویل چې د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان له ځینو ډلو سره د پخلاینې په خبرو اترو بوخت دی .
د پاکستان پیپلز ګوند د پارلمان په اعتماد کښې له اخیستلو پرته له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د اسلام اباد د حکومت په خبرو اترو نیوکه کړي ده او سخت غبرګون يې ښودلی دی او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره خبرې کول به یوازې د شهیدانو د کورنیو غم نور پسې زیات کړي .