د افغانستان طالبان او تاجیکستان باید تاوتریخوالي ختم کړي
زمونږ خبریال وايي څرنګه چې د افغانستان د طالبانو او د تاجیکستان ترمینځ تاوتریخوالي په زیاتیدا دي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون هڅه وکړه چې دغه تاوتریخوالي پاې ته ورسوي .
یوه(۱) ډيپلوماټ وویل د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټيلي فوني خبرې وکړې .
دغه خبرې په داسې حال کښې شوي دي چې د افغانستان طالبانو او د تاجیکستان حکومتي چارواکو د یوبل پرضد سختې څرګندونې کړي دي او اوس داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې څو ورځې مخکې تاجیکستان له افغانستان سره په سرحدي سیمو کښې پوځي رسم ګذشت ترسره کړی چې خپل قدرت وښيي او طالبانو هم له تاجیکستان سره سرحدي سیمو ته په زرګونو جنګیالي استولي دي .
تاجیکستان د افغانستان د طالبانو د حکومت پرضد سخت دریځ غوره کړی دی او د دغه ډلې لخوا د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ نیوکه کوی په تیره بیا په پنجشیر سیمه کښې د دغه ډلې په خلاف ورزیو نیوکه کوي .