پاکستان له بنګله دیش نه دریمه ټي ټوینټي لوبه هم وګټله
پاکستان بنګله دیش ته په ټي ټونیټي سیالیو کښې ۳ پر ۰ ماتې ورکړه او دغه سیریز يې وګټه
پاکستان بنګله دیش ته په ټي ټونیټي سیالیو کښې ۳ پر ۰ ماتې ورکړه او دغه سیریز يې وګټه
نن په بنګله دیش کې د دغه هیواد خلاف د پاکستان د کرکټ ټیم خپله دریمه شل اووریزه سیالي وکړه. بنګله دیش د ټاس په ګټلو سره اول توپ وهنه یا بیټنګ غوره کړ او په ټاکلو شلو اوورونو کښې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۴ منډې وکړې.
په ځواب کښې د پاکستان ټیم ډیره ښه لوبه وکړه او داسې ښکاریده چې یوازې د دوو لوبغاړو په آوټ کیدو سره سیالي وګټي خو په آخري یعنې شلم اوور کښې د بنګله دیش بالر محمد الله درې پاکستاني توپ وهونکي آوټ کړل او دغه ټیم ته یې د میچ ګټل ډیر ګران کړل خو محمد نواز په وروستي بال څلوریزه ووهله او داشان یې د بنګله دیش خلاف پرله پسې دریمه سیالي وګټله.