له اسلام سره د مقابلې دبهیرپه ضد دپوتین دریځ دهرکلی وړدی
عمران خان ووئيل ، مونږ مسلمانان په تیره بیا داسلامی هیوادونو واکوالان باید له اسلام سره دډغره وهونکي بهیر سره دمقابلې لپاره دغه پیغام دغیر اسلامی هیوادونو واکوالانو ته مخابیره کړو .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړ ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له اسلام سره د مقابلې د بهیر په ضد د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دوروستیو څرګندونو په هرکلي سره پخپل یوه پیغام کې ولیکل ، د ولادیمیر پوتین د څرګندونو هرکلی کوم او دا روښانه ده چې د اسلام دګران پیغمبر په شان کې ګستاخي د بیان آزادي نه ده او هیڅکله هم د بخښلو وړ هم نه ده .
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه د روسیې د ولسمشر څرګندونې ددغه پیغام د دمنعکس کولو د اهمیّت ښودنه کوي ،چې د پيغمبراکرم (ص) په شان کې بې حرمتي هیڅکله هم د بیان د آزادۍ برخه نه ده .
عمران خان ووئيل ، مونږ مسلمانان په تیره بیا داسلامی هیوادونو واکوالان باید له اسلام سره دډغره وهونکي بهیر سره دمقابلې لپاره دغه پیغام دغیر اسلامی هیوادونو واکوالانو ته مخابیره کړو .
د وئيلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په ماسکو کې په خبری کنفرانس کې روښانه کړې ، چې د اسلام د پیغمبرسپکاوی دبیان آزادي نه ده، بلکې دغه شان اقدامات نفرت خورونې او افراط پالنې ته لازیاته لمن وهي .