د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روسیې ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i112672-د_پاکستان_لومړی_وزیر_عمران_خان_روسیې_ته_رسیدلی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون د دوه ورځني سفر لپاره د روسیې پلازمینې ماسکو ته ورسید چې د څو میلیارډه ډالره د ګازو د نل لیکې د ځنډیدلي پروژې په هکله چې د روسیې د شرکتونو په مرستې سره جوړیږي خبرې وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2022 01:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روسیې ته رسیدلی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون د دوه ورځني سفر لپاره د روسیې پلازمینې ماسکو ته ورسید چې د څو میلیارډه ډالره د ګازو د نل لیکې د ځنډیدلي پروژې په هکله چې د روسیې د شرکتونو په مرستې سره جوړیږي خبرې وکړي .

د روسیې د خارجه وزیر مرستیال ایګور مارګولوف په ماسکو کښې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هرکلی وکړ .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه وکړي او د اقتصادي ملګرتیا په شمول به د بیلابیلو موضوګانو په اړه خبرې وکړي .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا په شمول د لویدیځ ځینو هیوادونو اوس د روسیې پرضد اقتصادي بایکاټونه لګولي دي .

د پاکستان د انرژۍ وزارت ویاند د پاکستان سټریم  ګاز نل لیکې په هکله وویل روسیه او پاکستان کلک هوډ لري چې د ګازو  پروژه ژر پیل کړي .

هغه وویل چې د پاکستان د انرژۍ وزیر حمد اظهر هم له لومړي وزیر عمران خان سره ماسکو ته په سفر تللی دی .