د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روسیې ته رسیدلی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون د دوه ورځني سفر لپاره د روسیې پلازمینې ماسکو ته ورسید چې د څو میلیارډه ډالره د ګازو د نل لیکې د ځنډیدلي پروژې په هکله چې د روسیې د شرکتونو په مرستې سره جوړیږي خبرې وکړي .
د روسیې د خارجه وزیر مرستیال ایګور مارګولوف په ماسکو کښې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان هرکلی وکړ .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه وکړي او د اقتصادي ملګرتیا په شمول به د بیلابیلو موضوګانو په اړه خبرې وکړي .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا په شمول د لویدیځ ځینو هیوادونو اوس د روسیې پرضد اقتصادي بایکاټونه لګولي دي .
د پاکستان د انرژۍ وزارت ویاند د پاکستان سټریم ګاز نل لیکې په هکله وویل روسیه او پاکستان کلک هوډ لري چې د ګازو پروژه ژر پیل کړي .
هغه وویل چې د پاکستان د انرژۍ وزیر حمد اظهر هم له لومړي وزیر عمران خان سره ماسکو ته په سفر تللی دی .