پاکستان:
د ایټمي مسالې په سر جوړجاړی نه کوو
د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دې هیواد ایټمي وسلې مخنیوونکی او امنیت رامینځ ته کوونکی لامل وباله او تاکید یې وکړ چي پاکستان په هیڅ یو حالاتو کې به د ایټمي وسلو په زمینه کې جوړجاړی ته تیار نه شي.
د پاکستان د وسله والو ځواکونو د ګډي درستیز ولی مشر جنرال ندیم رضا د پاکستان د ټکنالوجیو د ملي پوهنتون د سیاسي څېړنو په څانګه (NUST) کې وویل: د پاکستان ایټمي فعالیتونه د ټولو سیاسي ګونډونو او ولسونو له ملاتړ څخه برخمن دی.
هغه زیاته کړه چي پاکستان یو ډآډمن او مسئولیت منوونکی ایټمي طاقت دی.
پاکستان په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د هندوستان د ایټمي ازموینو په ځواب کې په بریالیتوب سره، خپلي ایټمي وسلې وازمویلې او د نړۍ د اووهم ایټمي طاقت او لومړنی اسلامي ایټمي هیواد په توګه وپېژندل شو.
پاکستان په تېر یو کال کې هندوستان سره د مقابلې په موخه داسي توغندی وازمویلې چي د ایټمي خولیو د لېږدولو وړتیا څخه برخمن و.
په دې وروستیو کې د پاکستان ګوښه شوی لومړی وزیر عمران خان د دې هیواد د ایټمي بې وسلې کېدو لپاره د لوېدیځوالو د دسیسو په هکله خبرداری ورکړی و.