د پاکستان خلکو،حکومت اوعالمانود پیغمبراکرم (ص) سپکاوې وغنده
د پاکستان خلکو ، حکومت او عالمانو د هندوستان د واکمن ګوند د دو چارواکوپه وسیله د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) سپکاوې په کلکه وغنده چی د نوی ډیلی پرضد یې سیمه ایز او نړیوال اعتراضونه راپارولي دي .
دپریس ټی وی له راپور سره سم د پاکستان خلکو ، حکومت او عالمانو د هندوستان د واکمن ګوند د دو چارواکوپه وسیله د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) سپکاوې په کلکه وغنده چی د نوی ډیلی پرضد یې سیمه ایز او نړیوال اعتراضونه راپارولي دي .
که څه هم بي، جی، پي په څو ورځې ځنډ سره تیره یکشنبه د خپلې خبریالې نوپور شرما او هم داشان په نوي ډیلي کښې د دغه ګوند د رسندوي مسئول ناوین کمار غړیتوب تعلیق کړ او ویې ویل چې د ټولو دینونو د مقدساتو احترام کوي خو په هندي چارواکو باندې اعتراضونه لاهم دوام لري.
د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان واکمن ګوند بهارتیا جنتا د خپلو هغو ۳۸ جګ پوړو چارواکو نوملړ تیار کړ چې له دې مخکښې یې له سپکاوي ډکې څرګندوې کړې وې او هغوي یې هم له هر ډول داسې نظرڅرګندولو منع کړل چې مذهبي احساسات خوږمنوي.
د هند د واکمن ګوند د چارواکو دغه څرګندونې په نړیواله کچه غندل شوې دي او د اسلامي ملګرتیا د سازمان نه علاوه د ایران، پاکستان او افغانستان او همد اشان قطر او کویت هیوادونو هم په کلکه غندلي او د دغه هیواد سفیرانو ته یې په دې هکله سخت اعتراض ابلاغ کړی دی.