پاکستاني پوځیانو ګڼ افغانستانیان نیولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119148-پاکستاني_پوځیانو_ګڼ_افغانستانیان_نیولي_دي
پاکستاني ځواکونو په بلوچستان صوبه کښې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۴۴ افغانستاني ښاریز ونیول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2022 01:45 Asia/Kabul
  • پاکستاني پوځیانو ګڼ افغانستانیان نیولي دي

پاکستاني ځواکونو په بلوچستان صوبه کښې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۴۴ افغانستاني ښاریز ونیول

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، دغه کسان د واده په روانو دستورو کښې، پاکستان ته په غیرقانوني ورتګ په تور نیولي دي.

ځايي سرچینو وویل چې د پښتنو د ساتنې د غورځنګPTM  غړي د نیول شویو کسانو د خلاصي لپاره له پاکستاني پوځیانو سره خبرې اترې پیل کړې دي.

دا وړومبې ځل دی چې پاکستاني پوځیان کابو ۲۵۰ افغانستاني ښاریز په ډله ایز توګه نیسي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په افغانستان کښې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې څه باندې یو لاک افغانستانیان چې زیاتره په کښې متخصص، شتمن او تحصیل کړي کسان دي، پاکستان ته ورغلي دي.