افغانستانه هره ورځ تر ۴۰۰ کنټینرونو پياز او ټماټر پاکستان ته صادروي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، پاکستان له افغانستان څخه د ورځې له درې سوه تر څلور سوه پورې کنټینره تازه ټماټر او پیاز واردوي
صادق خان پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي:«افغان کروندګر له دې سوداګرۍ ډېره ګټه ترلاسه کوي ځکه چې سږ کال دوی ډیر حاصل لري.»
تاند خبري سایټ خبر ورکړی چې که څه هم سږ کال د وچکالۍ له کبله د افغان کروندګرو حاصل د تیرو کلونو په پرتله کم ښودل کېږي او دغه راز د تیرو درو میاشتو سیلابونو په ځانګړي ډول فصلونه او باغونه ویجاړ کړل خو د دې لپاره چې سږ کال له هند څخه پاکستان ته د ټماټرو او نورو سبزیو په وارداتو کې خنډونه پېښ شوي، پاکستان مجبوره شوی چې د افغانستان د پیازو او رومي بانجڼو وارداتو ته لار پرانیزي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په وینا، په تېرو کلونو کې د پاکستان سبزیجات زیات و او افغانستان ته به یې صادرول، خو سږ کال د پاکستان د سبزیو حاصل د سیلابونو له کبله ویجاړ شوی دی.
ده پاکستان ته د افغانستان د پیازو او رومي یا ټماټرو صادرات دوه اړخیزه ګټه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول راکړه ورکړه دې تشویق شي.
د ویلو ده چې په تیرو کلونو کې د افغانستان پیاز د هند بازارونو ته صادرېدل.