د هند خارجه وزیر:
لوېدیځوال د پاکستان فوځي ډیکټاټوری ته ترجیح ورکوي
د هند د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیانولو چي امریکا او لوېدیځو هیوادونو د پاکستان فوځي ډیکټاټوری ته ترجیح ورکوي، په هند باندې د وسلو له خرڅلاو څخه د لوېدیځو هیوادونو په مخالفت باندې سختې نیوکې وکړي.
د بایډن دولت په دې وروستیو کې ټروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې پاکستان ته د ورکړل شویو اف ۱۶ جنګي جیټانو لپاره د مرستو ۴۵۰ میلیون ډالریزه بودیجه ځانګړې کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو جیشنکار له خپل اسټرالوی سیال سره تر ملاقات وروسته، په یوه خبرې غونډه کې له روسیې سره، د هند د تاریخي فوځي اړیکو څخه ملاتړ وکړه.
هغه هند باندې د وسلو او فوځي سامان الاتو له خرڅلاو سره، د لوېدیځو او د امریکا له مخالفت څخه په نیوکې سره، وویل: مونږ به روسیې سره، خپله دفاعي اړیکې وساتو، مسکو سره اړیکې د هندوستان ګټې تامینوي.
هغه زیاته کړه: مونږ نه یوازې د ګټو په خاطر بلکې په تېرو لسیزو کې هند ته د لوېدیځو له لوري د فوځي سامان الاتو د نه پلور د امله، زمونږ د روسي وسلو او فوځي سامان الاتو ډیپوګان وده وکړه.