لوېدیځوال د پاکستان فوځي ډیکټاټوری ته ترجیح ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i122170-لوېدیځوال_د_پاکستان_فوځي_ډیکټاټوری_ته_ترجیح_ورکوي
د هند د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیانولو چي امریکا او لوېدیځو هیوادونو د پاکستان فوځي ډیکټاټوری ته ترجیح ورکوي، په هند باندې د وسلو له خرڅلاو څخه د لوېدیځو هیوادونو په مخالفت باندې سختې نیوکې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2022 12:46 Asia/Kabul
  • لوېدیځوال د پاکستان فوځي ډیکټاټوری ته ترجیح ورکوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیانولو چي امریکا او لوېدیځو هیوادونو د پاکستان فوځي ډیکټاټوری ته ترجیح ورکوي، په هند باندې د وسلو له خرڅلاو څخه د لوېدیځو هیوادونو په مخالفت باندې سختې نیوکې وکړي.

د بایډن دولت په دې وروستیو کې ټروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې پاکستان ته د ورکړل شویو اف ۱۶ جنګي جیټانو لپاره د مرستو ۴۵۰ میلیون ډالریزه بودیجه ځانګړې کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو جیشنکار له خپل اسټرالوی سیال سره تر ملاقات وروسته، په یوه خبرې غونډه کې له روسیې سره، د هند د تاریخي فوځي اړیکو څخه ملاتړ وکړه.

هغه هند باندې د وسلو او فوځي سامان الاتو له خرڅلاو سره، د لوېدیځو او د امریکا له مخالفت څخه په نیوکې سره، وویل: مونږ به روسیې سره، خپله دفاعي اړیکې وساتو، مسکو سره اړیکې د هندوستان ګټې تامینوي.

هغه زیاته کړه:  مونږ نه یوازې د ګټو په خاطر بلکې په تېرو لسیزو کې هند ته د لوېدیځو له لوري د فوځي سامان الاتو د نه پلور د امله، زمونږ د روسي وسلو او فوځي سامان الاتو ډیپوګان وده وکړه.