پيښور کښې ۲۰ تنه د افغانستان د جعلي پيژندپاڼو جوړونکي ونیوې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123052-پيښور_کښې_۲۰_تنه_د_افغانستان_د_جعلي_پيژندپاڼو_جوړونکي_ونیوې_شول
د پاکستان امنیتي ځواکونو په پيښور کښې د افغانستاني کډوالو لپاره د جعلي پیژندپاڼو د چاپ کولو ۲۰ تنه مجرمان نیولې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2022 10:26 Asia/Kabul
  • پيښور کښې ۲۰ تنه د افغانستان د جعلي پيژندپاڼو جوړونکي ونیوې شول

د پاکستان امنیتي ځواکونو په پيښور کښې د افغانستاني کډوالو لپاره د جعلي پیژندپاڼو د چاپ کولو ۲۰ تنه مجرمان نیولې دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو په پيښور کښې د افغانستاني کډوالو لپاره د جعلي پیژندپاڼو د چاپ کولو ۲۰ تنه مجرمان نیولې دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو نن وویل چې دغه شل کسان د جعلي پيژندپاڼو د جوړولو او چاپولو په وجه د پاکستان د فیډرل تحقیقاتي آژانس FIA)  او له فساد سره د مبارزې د ادارې په ګډو عملیاتو کښې نیول شوي دي.

د دغه رپورټ له مخې، تورنو کسانو به د افغانانو لپاره جعلي پيژندپاڼې او پاسپورټونه چاپول او پر خلاف یې دوسیه یا کیس جوړ شوی و.

له تیرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د شوروي ځواکونو لخوا او بیا په ۲۰۰۱ کال کښې د امریکايي پوځیانو په لاس د افغانستان د نیواک له امله د دغه هیواد میلیونونه خلک کډوال شوي دي چې زیاتره یې په پاکستان او هم داشان په ایران کښې دیره دي.