د پاکستان او د افغانستان سرحدي ځواکونو جګړه وکړه
Nov 13, 2022 10:57 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو ځواکونو یوځل بیا په ګډ سرحد کښې د پاکستان له سرحد ساتونکو سره جګړه وکړه.
د طالبانو ځايي چارواکو په سپین بولدک سرحدي لاره کښې د پاکستان د عسکرو او د دغه ډلې د ځواکونو ترمینځ د وسله والې نښتې په تائیدولو سره وویل په دغه پیښه کښې چې د یوه ناوړه تفاهم په وجه رامینځته شوي وه څوک مړه یا ژوبل شوي نه دي.
دغه نښته په داسې حال کښې شوي ده چې په تیرو اونیو کښې د افغانستان له کډوالو سره د پاکستان د پولیسو د بد چلند په هکله خبرونه خپاره شوي چې د طالبانو د چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.
د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت وویل د پاکستان د سیند صوبې پولیس له تیرو څو میاشتو راهسې تراوسه د افغانستان له مهاجرینو سره بد چلند کوي.
ټیګونه