د پاکستان په بلوچستان کښې شپږ افغان جاسوسان نیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i12382-د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_شپږ_افغان_جاسوسان_نیول_شوی_دی
په بلوچستان صوبه کې د افغان طالبانو د مشر له وژل کېدو وروسته پاکستان ادعا کوی چې ۶ افغان جاسوسان یې نیولی او افغانانو ته یې ویلی چې ووځی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2016 14:48 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې شپږ افغان جاسوسان نیول شوی دی

په بلوچستان صوبه کې د افغان طالبانو د مشر له وژل کېدو وروسته پاکستان ادعا کوی چې ۶ افغان جاسوسان یې نیولی او افغانانو ته یې ویلی چې ووځی.

د بلوچستان د کورنیو چارو صوبائی وزیر سرفراز بوګټی نن وویل: د پاکستان امنیتی او استخباراتی ادارو د افغانستان شپږ استخباراتی کارکوونکی، چې په پاکستان کې په تروریستی فعالیتونو کې ښکېل وو، نیولی دی.

ده همداراز وویل، نیول شوی کسان، چې اکثره یې افغان کډوال دی، د افغانستان د ملی امنیت د ریاست او د هند د (را) استخباراتی ادارې له لوری ګومارل شوی وو او دوی په بېلابېلو تروریستی عملیاتو کې تر ۴۰ زیات پاکستانیان وژلی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، پاکستان افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې خو هغوی پرې له شا د خنجر ګوذار کوی.

بوګټی وویل:«نور د صبر کاسه نسکوره شوې، افغان مهاجر باید له پاکستانه ووځی، دا په دوی پوری اړه لری چې په خپله خوښه وځی او که د بلوچستان د خلکو له لوری په زوره وایستل شی.

پاکستان دا تور وروسته له دې لګوی چې د طالبانو مشر د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کې ووژل شو او یو وار بیا د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د حضور او ازاد تګ راتګ په اړه پر دغه هیواد انتقادونه وشول.