عمران خان د سترو مظاهرو مشرۍ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124060-عمران_خان_د_سترو_مظاهرو_مشرۍ_کوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان وویل زه له ژوبلیدا سره سره کلک هوډ لرم چې نن پنډۍ ښار ته لاړ شم چیرې به هغه د خپل ګوند د ستر لاریون مشرۍ و کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 26, 2022 07:28 Asia/Kabul
  • عمران خان د سترو مظاهرو مشرۍ کوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان وویل زه له ژوبلیدا سره سره کلک هوډ لرم چې نن پنډۍ ښار ته لاړ شم چیرې به هغه د خپل ګوند د ستر لاریون مشرۍ و کړي.

عمران خان وویل چې زمونږ دغه ستر لاریون د پاکستان د ملت د ژغورنې  لپاره دی او له خلکو یې وغوښتل چې ځانونه پنډۍ ته ورسوي او په ستر لاریون کښې ګډون وکړي.

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان یوځل بیا د نویو انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه او باوري دی چې نوي انتخابات به هیواد له دیوالیه کیدا او له سیاسي بې ثباتۍ بچ کړي.

عمران خان وویل چې دې به نن په پڼدۍ کښې په ستر لاریون کښې  په خپله وینا کښې  راتلونکي سټراتيژۍ اعلان کړي.

هغه وویل ځینې عناصر غواړي زما او د پاکستان د پوځ ترمینځ واټن زیات کړي خو زیاته یې کړه چې پاکستان او پوځ له ما سره اړه لري او زیاته یې کړه زه په پوځ کښې له ځینو کسانو سره مشکل لرم له ټول پوځ سره نه.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له اوسني حکومت سره د خبرو اترو د ترسره کیدا د احتمال په هکله وویل که چیرې د شهباز شریف حکومت د نویو عمومي انتخاباتو ترسره کول نه غواړي نو د خبرو اترو بیا څه ضرورت شته.