پاکستان له روسیې د ارزانو تیلو او ګیسو په وارداتو پسې نه دی
(last modified Fri, 16 Dec 2022 07:18:13 GMT )
Dec 16, 2022 11:48 Asia/Kabul
  • پاکستان له روسیې د ارزانو تیلو او ګیسو په وارداتو پسې نه دی

داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار په وروستیو څو اونیو کې په څو مرکو کې ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا اسلام اباد د روسیې  دتیلو له اخستو نشي منع کولی، په دې زمینې کې ئې  د اسلام اباد-ماسکو ترمینځ دخبرواترو دپیلیدا خبر هم ورکړی ؤ.

ډان نیوز  خبری سایټ  نن راپور ورکړ،په داسې حال کې چې پاکستانیو چارواکو په تیرې یوې میاشتې کط  له روسیې د ارزانو تیلو او ګیسو د وارداتو لپاره  ددغه هیواد دحکومت دهڅې خبر  ورکړی ؤ، ددغه هیواد خارجه وزیربلاؤل بوټو زرداري دغه موضوع ردکړه.

د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه، اسلام اباد دمګړۍ له روسیې هیڅ ډول ارزان بیّه انرژي نه ترلاسه کوي او  له دغه هیواده د ارزانو تیلو د وارداتو لپاره  ئې کومه هڅه هم نه ده کړې.

د پاکستان د خارجه وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې خپرې شوي چې  ددغه هیواد دخزانې وزیر اسحاق ډار په وروستیو څو اونیو کې په څو مرکو کې ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا اسلام اباد د روسیې  دتیلو له اخستو نشي منع کولی، په دې زمینې کې ئې  د اسلام اباد-ماسکو ترمینځ دخبرواترو دپیلیدا خبر هم ورکړی ؤ.

په عین حال کې د پاکستان دتیلو اوپيټرولیم مرستیال وزیر مصدق ملک  هم  روسیې ته  له سفره او ددغه هیواد له چارواکو سره له مشورو وروسته مدعي شوی ؤ، ماسکو  په اسلام اباد دارزانو تیلو له خرڅولو سره  موافقه کړېده او د روسیې دشرکتونو نمایندګان به ډير زر پاکستان ته سفر وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې پاکستان تل د ګیسو او بریښنا له کمښت،د سونګو او انرژۍ  دبیّلو لوړیدا او دبريښنا او ګیسو له پراخې غوڅيدا سره  مخامخ شوی دی.

له دغو ټولو مشکلاتو سره سره پاکستان ته دګیسو د منتقلولو دترټولو مهمې پروژې په توګه  پاکستان ته دایران دګیسو د پایپ لاین یا د سولې پایپ لاین  اجرائي کیدا پر اسلام اباد دامریکا په شمول دبهرنیو قدرتونو له دباؤنو سره هماغه شان نیمه  پاتې ده.پاکستان دایران دګیسو دپایپ لاین دپروژې  په بشپړولو سره دخپلو ګیسو کمښت پوره کولی شي،البته دغه ستره پروژه هماغه شان د پاکستاني لوري له لټیَتو او د جدیّت  له نشتوالي سره  مخ دی

 

ټیګونه