زه غواړم ځان په تکلیف کړم خو خپل ملت وژغورم
دپاکستان په ا سلام اباد کې ددینی عالمانو دلوږتړ شپاړسمه ورځ ده او حکومتی ادارې هیڅ غوږ نه خوځوی چې ویل کیږی دغه حکومتی چپتیا او لټی به خطرناکې پالې ولری
زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه راجه ناصر عباس چې نن ئې په اسلام اباد کې دولسمشرۍ او صدراعظمۍ دماڼیو او د غه راز دپارلیمان د ودانۍ په وړاندې دلوږتړ شپاړسمه ورځ کیږی دهیواد له بیلابیلو سیمود ولسی استاذو له پلاو سره په کتنې کې چې له هغه سره دخواخوږۍ او بشپړ ملاتړ لپاره ورغلی ویلی دی ،په درست پاکستان کې داهل تشیع د پوهانو ډاکټر انو انجینرانو او عامو خلکو وژله په بوږنونکی ډول دوام لری نو بیا مونږ څرنګه په کورونو کې په آ رام سره کینو او دخپل ملت او مظلومو خلکو په ملاتړ کې کوم کار ونه کړو .
علامه راجه ناصر عباس له هغه سره په دغه لوږتړ کې دګډون کونکو په ستاینې سره وویل ،دپاکستان حکومت ظاهرا د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو په ضد دپاکونکو عملیاتو ډنډورې وهی خو ځینی کړۍ هڅه کوی خپل حیات ته له ترهه ګرو ډلو او جنایتکارو څخه په ملاتړ سره دوام ورکړی او له بده مرغه دهیواد په بیلابیلو سیمو او سترو ښارونو کې هیڅوک خوندی نه دی ، خو ترهه ګر او جنایتکار ددغو کړیو په مرستو او ملګرتیاؤ سره په بشپړ ډول آزاد ګرځی او په سپین سترګیتوب سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی او دا قضائی او حکومتی واکوالان د ی چې په دغو جنایتونو او ظلمونو ئې سترګې پټې کړی دی او له جنایتکارو سره دهغوی په جنایتونو کې بشپړ شریک شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې نن شپاړسمه ورځ ده چې د پاکستان لوړپوړو دینی عالمانو په اسلام اباد کې لوږ تړ کړی دی او په درست پاکستان کې ددغه لوږ تړ په حمایت او له ترهه ګرۍ او ترهه ګرو دکرکې او نفرت نندارې ته په وړاندې کولو سره په لسګونو ښارونو کې بیلابیلو پرګنو لوږتړونه کړی او دجنایتکارو په ضد ئې خپله کرکه ښودلې ده .