د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین د لوږتړ دریمه اونۍ پیل شوه
May 28, 2016 15:57 Asia/Kabul
د پاکستان د شیعه مسلمانانو په وژلې باندې په اعتراض کښې د پاکستان وحدت مسلمین د عمومی منشی لوږتړ لاهم دوام لری.
المنار ټی وی چینل خبر ورکړی چې د علامه راجا ناصر عباس د خوړو اعتصاب په داسې حال کښې دریمې اونۍ ته ورسید چې د پاسکتان حکومت د شیعیانو د وژلې او ټرور د بندولو په هکله د هغه غوښتنو ته تراوسه هیڅ ځواب نه دی ورکړی.
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر وویل: زمونږ غوښتنې د پاکستانی ولس غوښتنې دی خو د نواز شریف حکومت د ترهګرو د جنایتونو په وړاندې خوله ګنډلې ده او زمونږ په غوښتنو سترګې پټوی.