دپاکستان لوړرتبه پارلیماني پلاوي عراق ته سفر وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126100-دپاکستان_لوړرتبه_پارلیماني_پلاوي_عراق_ته_سفر_وکړ
ټاکل شوی ده دغه پلاوی د عراق له لومړی وزیر سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2023 02:35 Asia/Kabul
  • دپاکستان لوړرتبه  پارلیماني پلاوي عراق ته سفر وکړ

ټاکل شوی ده دغه پلاوی د عراق له لومړی وزیر سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان  د پارلیمان  د مشر محمد صادق سنجراني په مشرۍ لوړ رتبه پارلیماني او سیاسی پلاوی له عراق سره د دوه اړخیزه اړیکو د ژورتیا او سیمه ایزو او اسلامي نړۍ د بدلونونو په اړه د سلاو مشورو لپاره دغه هیواد ته سفر وکړ .

د دغه پلاوي غړي به په څلورو ورځنی رسمي سفرکې په نجف اشرف کې د امام علی علیه السلام او په کربلا کې د امام حسین علیه السلام د سپیڅلیو حرمونو کې هم شتون ولري . ټاکل شوی ده دغه پلاوی د عراق له لومړی وزیر سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي .

Image Caption

 

په وروستیو کلونو کې د پاکستان او عراق د سیاسي ، پارلیماني  او پوځی پلاویو تګ راتګ زیات شوی دی او دواړه هیوادونه په مختلفو حوزو کې د ملګرتیا د پراختیا په لټه کې دي .