د اسلام اباد د حملې عامل افغانستان کښې روزنه کړي وه
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې ځان وژونکي ترهګر چې بم چاودنه یې کړي وه په افغانستان کښې د ترهګرۍ روزنه کړي وه.
د تیر میلادي کال د دسمبر د میاشتې په درویشتمه نیټه د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په یوې سیمه کښې د ترهګرې حملې پلټنې ته اړونده سرچینو وویل چې ځان وژونکي په تیر میلادي کال کښې په افغانستان کښې د ترهګرۍ روزونه کړي وه او له روزل کیدا وروسته د تیر میلادي کال په اخر کښې له افغانستان څخه پاکستان ته راستون شو او په پاړه چنار سیمه کښې یې څو ورځې تیرې کړې.
دغه ترهګر د تیر میلادي کال د دسمبر د میاشتې په درویشتمه نیټه اسلام اباد ته تلو مخکې د خیبر پښتونخوا صوبې د هنګو سیمې په شمول بیلابیلو ځایونو ته لاړ چیرې چې هغه له یوه سړي سره ایسار شو او دغه سړي بیا دغه ترهګر اسلام اباد ته یوړه.
دغه ځان وژونکی کس دوه ویشت کلن و او د خیبر پښتونخوا صوبې د خیبر ضلعې وسیدونکی و او هغه په یوې دیني مدرسې کښې زده کړې کړي وې.