پاکستان له اذربایجان جمهوریته ګاز او تیل اخلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د تیلو د اخیستلو لپاره د نوي سرچینې د پیدا کولو لپاره د اذربایجان جمهوریت له چارواکو سره خبرې کوي.
د پاکستان د تیلو وزیر د یوه لوړرتبه پلاوي په مشرۍ باکو ته تللی دی چې له اذربایجان جمهوریت څخه د تیلو او د طبیعي مایع ګازو د اخیستلو د پروګرام او په اوږدې مودې کښې د پیسو د بیرته د ورکولو په هکله خبرې وکړي.
د پاکستان د تیلو د چارو سلاکار وزیر سناتور مصدق ملک د اذربایجان جمهوریت د حکومتي شرکت له چارواکو سره په سلامشورې کښې هره میاشت د ایل این جي ګازو د یوه ستر پيټي د واردولو لپاره د پاکستان اړتیا مطرح کړي ده.
دا اذربایجان جمهوریت ته د پاکستان د دغه چارواکي دوهم سفر دی او اوسنۍ مشورې به تر سبا پورې دوام ولري.
خبرو سرچینو وویل پاکستان هڅه کوي چې اذربایجان جمهوریت په اسلام اباد باندې د تیلو او ګازو خرڅولو او پی په اوږدې مودې کښې د پیسو ورکولو ته قانع کړي.
پاکستان له تیرو څو کلونو راهسې د ګازو، بریښنا ، د پیټرولو او ډیزلو له سخت کمښت سره مخامخ دی او د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره چمتو والی اعلان کړی دی خو د امریکا، بریتانیا او د سعودي عربستان په شان هیوادونه د پاکستان حکومت نه پریږدي چې له ایران څخه انرژۍ تامین کړي.