پاکستان کښې د تیلو قیمتونه بیا زیات شول
(last modified Thu, 16 Mar 2023 08:44:59 GMT )
Mar 16, 2023 13:14 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د تیلو قیمتونه بیا زیات شول

د پاکستان حکومت د پټرولیم په بیو کښې یوځل بیا زیاتوالی راوسته

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د مالیې وزیر نن په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې په دغه هیواد کښې د پټرولو د هر لیټر په بیه کښې په پنځه روپۍ زیاتوالي سره د پټرولو نوی قیمت ۲۷۲ روپۍ شو.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په پاکستان کښې د هر لیټر ډیزلو بیه هم په ۱۳ روپۍ زیاتوالي سره ۲۹۳ روپیو ته ورسیدله.

په پاکستان کښې د خاورو د تیلو قیمت هم ۱۹۰ روپۍ او ۲۹ پيسو ته رسیږي خو د لایټ ډیزل بیه به زړه په زړه پاتې شي.

پاکستان کښې د تیلو او ګیس د سخت کمي باوجود «د صلحې پایپ لاین» په نامه پاکستان ته له ایرانه د ګیس د رسولو مهمه پروژه، په اسلام آپاد باندې د امریکې په شمول د بهرنیو طاقتونو د دباؤ له امله تراوسه نه ده عملي شوې.

د دغه پایپ لاین د تړون د اجرا نیټه، ۲۰۱۴ کال ټاکل شوی و او ایران پاکستان ته د ګیس د ورکولو د پایپ لاین کار له دغې نیټې ډیر مخکښې بشپړ کړی و او په دغې پروژې یې دوه میلیارډه ډالر لګولي دي او پایپ لاین یې د پاکستان تر سرحده رسولی دی خو پاکستان د خپلې اړتیا وړ انرجۍ د پوره کولو لپاره په ډیره ګرانه بیه له قطر څخه او داسې له نورو لارو مایع ګیس واردوي.

 

ټیګونه