ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131106-ترهګرې_ډلې_د_افغانستان_له_خاورې_په_پاکستان_بریدونه_کوي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ادعا وکړه، چې پاکستاني طالبان افغان خاوره په پاکستان د خپلو تروريستي فعالیتونو لپاره استعمالوي.
(last modified 2023-04-12T20:44:30+00:00 )
Apr 12, 2023 11:38 Asia/Kabul
  • ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ادعا وکړه، چې پاکستاني طالبان افغان خاوره په پاکستان د خپلو تروريستي فعالیتونو لپاره استعمالوي.

د تسنیم له راپور سره سم، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف رسنیو ته ویلي چي  د طالبانو حکومت که څه هم غواړي چې د پاکستاني طالبانو په مسله کې له پاکستان سره مرسته وکړي خو نه‌غواړي چې د ټي‌ټي‌پي پرضد ودریږي.

د پآکستان د دفاع وزیر ویلي چي په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت او ناټو په وړاندې په جګړه کې د ټي‌ټي‌پي نږدې ۸ زره جنګیاليو د افغان طالبانو سره مرسته کوله او همدا لامل دی چې اوس د طالبانو حکومت نه‌غواړي د دوی پر ضد ودریږي.

خواجه آصف د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي چې په افغانستان کې د شپې د دوربینونو په شمول د امریکا یو شمېر پاتې شوي جنګي وسایل پاکستاني طالبانو ته هم په لاس ورغلي دي.

پاکستان له دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو په سرپرست حکومت باندې ورته تورونه لګولې وه چي د طالبانو د حکومت له لورې رد شوي دي.