پاکستان د ایران د ګیس پایپ لاین په اجرا کښې پر ځنډ نیوکه وکړه
(last modified Wed, 19 Apr 2023 09:29:50 GMT )
Apr 19, 2023 13:59 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران د ګیس پایپ لاین په اجرا کښې پر ځنډ نیوکه وکړه

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د بهرنیو اړیکو د کمیشن مشر له ایران څخه د ګیس د انتقال د پروژې په بشپړولو کښې د خپل هیواد په ځنډ باندې نیوکه وکړه.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د بهرنیو اړیکو د کمیشن مشر له ایران څخه د ګیس د انتقال د پروژې په بشپړولو کښې د خپل هیواد په ځنډ باندې نیوکه وکړه.

محسن جاود داوړ چې په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د بشري حقوقو او سیاسي فعال او همداشان په امریکې باندې له نیوکه کوونکو سیاسي شخصیتونو څخه دی، له ایرنا سره په مرکه کښې یې پاکستان ته د ایران د ګیس د انتقال د نل لیکې د طرحې په وړاندې د اسلام آباد د حکومت په ګړچار باندې نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: دا ځنډ او د بندیزونو پلمه ګرځول د منلو وړ نه دي او د پاکستان په تاوان دي.

محسن داوړ د لویدیځو قدرتونو له بندیزونو او کارړنګونو سره سره د بهرني تجارت په پراختیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د توانمنیو په قدرونې سره وویل: ایران د سرحدي تجارت او د سرحدي بازارچو د جوړولو په برخه کښې ډیر ښه عمل کړی دی او پاکستان له پکار دي چې ورڅخه مثال واخلي.

 

ټیګونه