د پاکستان خارجه وزارت طالبانو څخه د تعامل غوښتنه کړې
Apr 21, 2023 11:03 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یوې خبرې ناستې ته ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې تلپات سولې او ثبات ته ژمن دی او د طالبانو د حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.
د پاکستان د خارجه وزارت ویندویې زیاته کړې، کابل ته پاکستان هېواد ورستون شوی شارژدافیر عبیدالرحمن نضامیاني به په دغه هېواد کې د طالبانو له چارواکو سره د خبرو او له دغه هېواد سره د مرستو هڅه وکړي.
زهرا بلوچ یادونه کړې چي اسلام آباد هڅه دا ده چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومت سره غوره تعامل ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له شاوخوا څلور میاشتې ځنډ وروسته د یاد هېواد شارژدافیر بېرته کابل ته راستون شو.
ټیګونه