پاکستان کښې ګڼ ترهګر ونیوې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132464-پاکستان_کښې_ګڼ_ترهګر_ونیوې_شول
د پنجاب صوبې ترهګرۍ ضده ادارې د داعش او القاعدې ترهګرو ډلو د ۱۱ کسانو د نیولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-05-07T02:07:55+00:00 )
May 07, 2023 06:26 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پنجاب صوبې ترهګرۍ ضده ادارې د داعش او القاعدې ترهګرو ډلو د ۱۱ کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د پاکستان د سما ټي وي چینل ویب سایټ خبر ورکړی چې نیول شویو ترهګرو په مختلفو ښارونو او د امنیتي ځواکونو په حساسو تاسیساتو کښې د بمي او ځانمرګو بریدونو د لړۍ د اجرا کولو کوشش کوه.

د پاکستان په پنجاب صوبه کښې له ترهګرو سره د مبارزې د ادارې مامورانو پرون په یولړ عملیاتو کښې د ترهګرو مختلف پټنځي معلوم کړي او ورڅخه یې ځیني کسان ونیول چې د پاکستان تحریکِ طالبان ترهګرې ډلې سره يې ملګرتیا کوله.