چین پاکستان افغانستان سیمه ایزي اوتجارتي ملګرتیاوي پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132482-چین_پاکستان_افغانستان_سیمه_ایزي_اوتجارتي_ملګرتیاوي_پراخوي
د  چین ،پاکستان او د افغانستان دطالبانو د خارجه وزیرانو ګډه غونډه پرون د سیمه ایزو ارتباطاتو ،سیاسی او تجارتی مشارکت او همداراز دترهه ګرۍ په ضد د ګډې مبارې په ایجنډا سره په اسلام اباد کې ترسره شوه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 07, 2023 07:48 Asia/Kabul
  • چین پاکستان افغانستان سیمه ایزي اوتجارتي ملګرتیاوي پراخوي

د  چین ،پاکستان او د افغانستان دطالبانو د خارجه وزیرانو ګډه غونډه پرون د سیمه ایزو ارتباطاتو ،سیاسی او تجارتی مشارکت او همداراز دترهه ګرۍ په ضد د ګډې مبارې په ایجنډا سره په اسلام اباد کې ترسره شوه.

د پاکستان خارجه وزارت پرون  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،درې واړو هیوادونو د خپل مینځیو  ملګرتیاؤ د پراختیا او ګډو ګټو ته د لاس رسي لپاره  دهڅې په باب په مثبتې او دوستانه  فضا کې بحث اومشورې وکړې.  د پاکستان د خارجه وزارت په دغې ا علامیې کې راغلي دي، اسلام اباد بیجینګ او کابل  په سیاسی ،تجارتي ،سیمه ایزو ارتباطاتو په پراختیا او  په تیره بیا  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په ډګر کې د دوي د ګډون او ملګرتیاؤ د دوام پر اهمیّت ټينګار وشو.

Image Caption

 

د پاکستان خارجه وزارت اعلان کړ ،چې  په درې اړخیز چوکاټ کې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ لپاره له چین او افغانستان سره د ګډ پروګرام دپرمخ بیولو ته لیوالتیا لري.

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، درو واړو  خارجه وزیرانو پرسیمه ایزو  او دوو اړخیزو  اړیکو کې په پراختیا په ټينګار سره وئيلي دي،چې سیمه د سیمه ایزو هیوادونو او په تیره بیا دګاونډیو هیوادونو په رغنده رول لوبونې او  دملګرتیاؤ په پراختیا سره  پرمختګ کوي او د هر یوه هیوادسوله او ثبات د ټولو ګاونډیانو او سیمې له سولې اوثبات سره اړه لري.

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر د  چین او پاکستان خارجه وزیرانو سره  په جلاجلا کتنو کې  هم  په دوو اړړخیزو او سمیه ایزو اړیکو او ملګرتیاؤ په پراخولوټينګار کړی او و ئيلي ئې دي ،پاکستان او چین باید د افغانستان لاس نه خوړلو کانونو او  زیرمو په ویستلو کې پانګونه وکړي چې هم د افغانستان او هم د دوي او د هم دسیمې او نړۍ په ګټه ده او هم به د ترهه ګرۍ د پراختیا مخنیوی وشي.

وئيل کیږي ،له دغو لیدو کتو وروسته  د چین او پاکستان خارجه وزیرانو  په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان  پر طالب حکومت غږ کړی،څو  پخپلو ژمنو دې عمل وکړي  او  له دې سره په یووخت دې  د افغانستان د ولس د کړاؤنو د کمولو لپاره  ددغه هیواد له موقته واکولانو سره د نړیوالې ټولنې ددوامدار تعامل د ضرورت په باب هم چمتووالی نندارې ته وړاندې کړي. په راپور کې وئيل شوي دي ،له دغې ناستې وروسته د افغانستان د طالبانو دحکومت خارجه وزیر د پاکستان د سیاسی او مذهبی  ګوندونو له مشرانو په تیره بیا  مولانا فضل الرحمن  او سراج الحق سره لیده کاته وکړل.

Image Caption