د پاکستان د تحریک انصاف مهم مشر ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132696-د_پاکستان_د_تحریک_انصاف_مهم_مشر_ونیول_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پولیسو نن سهار وختي د تحریک انصاف ګوند مهم مشر شاه محمود قریشي چې پخوانی خارجه وزیر هم پاتی شوی دی ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ.
(last modified 2023-05-10T22:47:08+00:00 )
May 11, 2023 03:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان د تحریک انصاف مهم مشر ونیول شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پولیسو نن سهار وختي د تحریک انصاف ګوند مهم مشر شاه محمود قریشي چې پخوانی خارجه وزیر هم پاتی شوی دی ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ.

په اینټرنیټ پاڼو باندې یو عکس خپور شوی چې پولیس شاه محمود قریشي نیولی او هغه خلکو ته لاسونه خوځوي.

د پاکستان پولیسو دغه راز د تحریک انصاف دوه نور مهم مشران اسد عمر او فواد چوهدري هم نیولي دي.

د پاکستان عسکرو او پولیسو د تحریک انصاف ګوند څه د پاسه نولس سوه پلویان نیولي او دوه پنځوس یې د پنډۍ اډیاله زندان ته استولي دی.

په پيښور کښې د راډیو پاکستان دفتر ته اور اچول شوی او په ترنول سیمه کښې د اورګاډي پټلۍ ته تاوان رسول شوی.

په لاهور او اسلام اباد کښې د پولیسو مرکزونو ته تاوانونه رسول شوي دي او په دیر سیمه کښې هم د حکومتي ملیشا ځواکونو ایف سي د قلعې تلاشي اخیستل شوي ده.

په پاکستان کښې د پخواني لومړي وزیر عمران له نیول کیدا وروسته له تیرو دوو ورځو راهسې د پولیسو او د عمران خان د پلویانو ترمینځ شخړې او اخ و ډب پیل شوی او تراوسه له لسو زیات کسان وژل شوي .

خو د تحریک انصاف ګوند ځینو مشرانو د پولیسو په حملو کښې د خپلو اویا پلویانو د وژلو خبر ورکړی دی.

Image Caption