په پاکستان کې دې امریکائي ښاریز عمومي ځایونو ته نه ځي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132902-په_پاکستان_کې_دې_امریکائي_ښاریز_عمومي_ځایونو_ته_نه_ځي
په پاکستان کې د ناکراریو له دوام سره په یووخت په دغه هیواد کې د امریکا سفارت خپلو ښاریزو لپاره  امنیتی خبرداری صادر کړ.
(last modified 2023-05-15T03:11:36+00:00 )
May 15, 2023 07:39 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دې امریکائي ښاریز عمومي ځایونو ته نه ځي

په پاکستان کې د ناکراریو له دوام سره په یووخت په دغه هیواد کې د امریکا سفارت خپلو ښاریزو لپاره  امنیتی خبرداری صادر کړ.

په پاکستان کې تیره اونۍ د دغه هیواد پخواني  لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان په نیونې او بیا خوشی کیدا پسې  ددغه هیواد  فضا   ډیره ترینګلې شوې ده  چې دغو حالاتو ته په پام سره  په اسلام اباد کې د امریکا سفارت  په همدې دلیل  په پاکستان کې خپلو ښاریزو ته په خبرداری ورکولو سره وئيلي دي چې عمومي ځایونو ته له تلو دې ډډه وکړي او  خپل فعالیتونه دې محدود کړي.

فارس خبری آژانس راپور ورکړی، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت  په یوې خبرتیا کې   امنیتی خبرداری  صادر کړی او  د نن لپاره ئې په دغه ډيپلوماټيک  دفتر کې   د معمولي کارونو ترسره کیدا لغوه کړې ده .

د امریکا سفارت په دغې خبرتیا کې وئيلي دي ددغه ډيپلوماټيک دفتر فعالیتونه   یوازې د بیړنیو  خدماتو لپاره دوام لري او د سفارت د پرسنلو تګ راتګ هم محدود شوی دی. دغه سفارت   د موبایل ټيلیفونونو په خدماتو کې احتمالي خار پار ته په اشارې سره  امریکائي ښاریزو ته سپارښتنه کړې ده  دپآکستان  په داخل کې دسفر په بڼه کې دې  د بیړنیو  تماسونو لپاره  لارې چارې په نظر کې ونیسي او په تګ راتګ کې دې ډير احتیاط وکړي. راپورونه ښئ  چې په پاکستان کې د سیاسی تاؤتریخوالوپه زیاتیدا سره په دغه هیواد کې د فیسبوک،یوټیوب ،ټویټر او ځینو نورو ټولنیزو  چینلونوته لاس رسي ناممکن شوی دی.