پاکستان د افغانستان لپاره خپل نوی استازی ټاکلی
May 24, 2023 01:44 Asia/Kabul
پاکستان اصف علي خان درانی د افغانستان لپاره د خپل نوي ځآنګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
پاکستان د افغانستان لپاره خپل نوی استازی ټاکلی
پاکستان اصف علي خان درانی د افغانستان لپاره د خپل نوي ځآنګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی درانی به د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځآنګړې استازي په توګه ماموریت ترسره کړي.
تر دې مخکې محمد صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.
صادق د مارچ پر لومړۍ نېټه پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي وو چې خپله استعفا یې حکومت ته وړاندې کړې ده.
ټیګونه