د پاکستان په تحریک انصاف ګوند بندیز لګیږي
May 25, 2023 04:12 Asia/Kabul
مهر خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د فعالیت د بندیدا د احتمال خبر ورکړ.
هغه پرون په دې خبرې سره چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند فعالیت ملي ګټو ته تاوان رسولی دی وویل په دغه ګوند باندې په بندیز لګولو غور روان دی.
د مالي فساد په تور باندې په روانې میاشت کښې د عمران خان نیولو په ټول پاکستان کښې سیاسي او ټولنیزه بې ثباتۍ رامینځته کړي وه.
عمران خان ټینګار کړی دی چې زما پرضد د فساد تورونه دروغ دي او هغه د پاکستان له پوځ سره مقابلې ته مخه کړي ده.