د افغانستان درست ګاونډیان امنیتی اندیښنه لري
له دې مخکې هم د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداری د افغانستان د طالبانو حکومت ته په تیره بیا له دغه هیواده دپاکستان پر خاورې د حملو به باب خبرداری ورکړی او وئيلي ئې دي، که په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او نړۍ له خوا ترهه ګر ګواښونه جدي ونه ګڼل شي ، نو په ځان پسې به بوږنونکي نتیجې ولري.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی خان دراني په یولړ څرګندونو کې د افغانستان حالاتو ته په پام سره ووئيل، د افغانستان درست ګاونډي هیوادونه امنیتی اندیښنې لري چې باید د افغانستان اوسني واکوالان ورته جدي پام وکړي.
ایرنا خبری آژانس راپور ور کړ، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی خان دراني د پاکستان دامنیتی مطالعاتو او څيړنو له مرکز سره په یوې خصوصي مرکې کې ووئيل، د افغانستان اوسنی حکومت اجازت نه لری، دخپلې خوښې کړنې او لارې ته دوام ورکړي او ددغه هیواد درست ګاونډیان امینتی اندیښنې لری چې باید د طالبانو حکومت ورته جدي پام وکړي.
هغه دې ته په اشارې سره چې افغانستان تر دې دمه په کافی اندازه باثباته او تل باتې امنیت نه لری ،زیاته کړه، د افغانستان ګاونډیان له دغه هیواد سره د خبلو درستو پولو کې عمومی امنیت غواړي.