Jun 16, 2023 07:31 Asia/Kabul
  • پاکستان له آرمینیا سره اړیکې بحالوي

د پاکستان وزیراعظم وايي، اسلام  آباد به له ارمنستان سره خپلې اړیکې بحال کړي

محمد شهباز شریف چې په یو رسمي سفر باکو ته تلی دی، د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علي اف سره به ګډه خبري غونډه کښې یې وویل: د باکو او ایروان ترمینځ د صلحې د تړون له لاسلیکیدو وروسته به پاکستان له ارمنستان سره هم خپلې اړیکې راژوندۍ کړي.

هغه د دفاعي صنایع پ برخه کښې د ملګرتیا د پراختیا لپاره د اسلام آباد او باکو هوډ ته په اشارې سره، د پاکستان او آذربایجان اړیکې د متقابل صداقت، حمایت او اعتماد په بنیاد وبللې.

په دغې خبري غونډې کښې  د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف هم وویل چې هیواد یې د کشمیر په موضوع کښې تل د پاکستان د دریځ ملاتړ کړی او دغه ملاتړ به دوام ولري.

هغه زیاته کړه: مونږ د ۴۴ ورځني جنګ په دوران او د قره باغ د نیواک په پړاؤ کښې له آذربایجان څخه د پياوړي ملاتړ په وجه د پاکستان منندوې یوو.

 

ټیګونه