پاکستان ته د آذربایجان جمهوریت د ګیس صادرات پیل شول
د پاکستان حکومت له آذربایجان جمهوریت څخه دغه هیواد هیواد ته د ګیس د وارداتو خبر ورکړ
آذربایجان جمهوریت ته د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف له سفر سره هممهاله په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې کابینې له آذربایجان جمهوریت څخه د ارزان بیه ایل، این، جي د اخیستو طرحه تصویب کړې او له راتلونکې میاشتې به له دغه هیواده پاکستان ته د ګیس صادرات پیل شي.
د ایرنا د خبر له مخې، په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علي اف سره په کتنه کښې هغه به خپل هیواد د انرجۍ د اړتیاؤ د پوره کولو په موخه له آذربایجان څخه د ایل این جي د وارداتو لپاره د پاکستان د کابینې له موافقې خبر کړ.
د پاکستان وزیراعظم وویل چې دغه هیواد له روسیې وروسته اوس له آذربایجان جمهوریت څخه مایع طبیعي ګیس ترلاسه کوي او د انتقال دغه بهیر به له راتلونکې میاشتې پیل شي.