کویټه کښې دې د فارسۍ دارالترجمه جوړ شي
د پاکستان د بلوچستان صوبې د هايي کورټ مشر په دغې صوبې کښې د فارسۍ ژبې د کلاسونو او د ترجمې د مرکز د جوړیدو غوښتنه وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې« قاضي نعیم اختر افغان» په کویټه کښې د ایران د کلتوري استازي «سید ابوالحسن میري» سره په کتنه کښې، فارسي، د عارفانو ژبه وبلله او ویې ویل: د دواړو هیوادونو ترمینځ تخصصي کلتوري خبرې اترې به بې شکه چې د یو بل په هکله د حقوق پوهانو او فعالو قضايي شخصیتونو د لازیاتې آشنايي او په نتیجه کښې به د عمومي ډیپلماسۍ د پراختیا لامل شي.
په کویټه کښې د ایران د کلتور خونې مسئول او کلتوري استازي ښاغلي میري هم د ایران او پاکستان لرغونو اړیکو ته په اشارې سره، د ولسونو په کلتوري او تمدني مشترکاتو باندې په تکیې سره په کلتوري سطح د دې اړیکو په لا ژوریدو ټینګار وکړ.
د ایران او پاکستان اړیکې، د پاکستان د خپلواکۍ د تاریخ هومره اوږدې او لرغونې دي او په دې وروستیو کلونو کښې په مختلفو برخو کښې د تهران او اسلام آباد اړیکې مخ په ودې پاتې شوې دي.