دپاکستان پخوانې وزیراسدعمر هم په اسلام اباد کې ونیول شو
د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم اسد عمر هم سایفر په دوسیه کې نیول شوی دی .
پرون شاه محمود قریشيهم چې د عمران خان د ګوند دویم کس دی په اسلام آباد کښې له یوې مطبوعاتي غونډې وروسته ونیول شو. دا په تیرو دریو میاشتو کښې دویم ځل دی چې قریشي د امنیتي ارګانونو له خوا نیول کیږي.
ویل کیږي چې دا ځل د قریشي نیونه د هغه محرمانه لیک د افشا کولو په دوسیې پورې اړونده ده چې د عمران خان په ادعا په ۲۰۲۲ کال کښې له لومئی وزارته د هغه د حکومت په کوزولو کښې د امریکاد دباؤ یوه برخه ده.
د ترسره شویو افشاسازیو له مخې، د امریکا د خارجه وزارت دوو چارواکو په واشنګټن کښې د اسلام آباد له سفیر سره په کتنه کښې پاکستان د یوکرین په جنګ کښې د بې طرفۍ د اعلان په وجه له لومړیب وزارته ه د عمران خان څنګته کولو ته ولمسوه.
د پاکستان تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي درې میاشتې مخکښې هم د عمران خان له جنجالي نیول کیدو وروسته بلواؤ ته د خلکو د لمسولو په تور ونیوی شو او یوه نیمه میاشت وروسته په ضمانت آزاد شوی وو.