اسلام آباد کښې د دینونو او مذهبونو له نظره د قرآن کریم د درنښت غونډه وشوه
د ادیانو او مذاهبو له نظره د قرآن کریم د درنښت او احترام پرتمینه غونډه د دیني او سیاسي مشرانو په ګډون، په پاکستان کښې ترسره شوه.
د قرآن کریم د احترام او درنښت دغه غونډه په اسلام آباد کښې چې د ایران د کلتوري مرکز او د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د سازمان د دینونو او کلتورونو د خبرواترو د مرکز په همت ترسره شوه، د اسلامي مذهبونو د مشرانو او په اسماني دینونو پورې د اړونده شخصیتونو په پراخ ګډون سره ترسره شوه.
په دغې غونډې کښې د ایران د رهبرۍ د خبرګانو په شورا کښې د لرستان د خلکو استازي آیت ا... احمد مبلغي د ځانګړي ویناوال په توګه ګډون وکړ.
د دې غونډې ویناوالو په نړۍ کښې د مذهبي مقدساتو هر ډول سپکاوی په تیره بیا په اروپا کښې د مسلمانانو د اسماني کتاب په پرله پسې بې احترامیو کښې د تندلارو وروستۍ شیطاني کړنې په کلکه وغندلې.
آیت ا... احمد مبلغي په دغې غونډې کښې د پاکستان د مشهورو مذهبي شخصیتونو د ګډون په ستایلو سره، له اسلامه د ویرونې له ښکارندې په تیره بیا د اسلامي مقاساتو د سپکاوي له جنایت سره په مقابله کښې د ایران او پاکستان په ټاکونکي او ځانګړي رول باندې ټینګار وکړ.