د پاکستان بې درکه شوی خبریال عمران ریاض خان پیدا شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138984-د_پاکستان_بې_درکه_شوی_خبریال_عمران_ریاض_خان_پیدا_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې د سیالکوت پولیسو نن سهار وختي وویل بې درکه شوی خبریال عمران ریاض خان چې څلور میاشتې بې درکه و روغ رمټ پیدا شوی او اوس له خپلې کورنۍ سره دی.
(last modified 2023-09-24T23:31:46+00:00 )
Sep 25, 2023 03:57 Asia/Kabul
  • د پاکستان بې درکه شوی خبریال عمران ریاض خان پیدا شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې د سیالکوت پولیسو نن سهار وختي وویل بې درکه شوی خبریال عمران ریاض خان چې څلور میاشتې بې درکه و روغ رمټ پیدا شوی او اوس له خپلې کورنۍ سره دی.

د پاکستان د ټيلي ويژن کوربه او او خبریال عمران ریاض خان په هیواد کښې د مي د میاشتې په نهمه نیټه د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کیدا وروسته په ټول هیواد کښې د اعتراضونو له پیلیدا دوه  ورځې نیول شوی و.

ویل کیږي چې د پاکستان جاسوسۍ ادارې ايي ایس ای هغه تښتولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی و.