پاکستان کښې نن دوه ټروریسټان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i139326-پاکستان_کښې_نن_دوه_ټروریسټان_ووژل_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په میانوالي سیمه کښې د کنډل د پولیسو په ګزمې باندې د برید په وخت دوه ترهګر ووژل شول او یو پولیس هم ووژل شو.
(last modified 2023-10-01T06:50:47+00:00 )
Oct 01, 2023 11:18 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې نن دوه ټروریسټان ووژل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په میانوالي سیمه کښې د کنډل د پولیسو په ګزمې باندې د برید په وخت دوه ترهګر ووژل شول او یو پولیس هم ووژل شو.

ویل کیږي چې د کنډل د پولیسو ګزمې چې د ترهګرۍ ضد  ادارې کارکونکو یې مرسته کوله په بریالیتوب سره بیګا پاو کم دولس بجې د پینځلس ترهګرو حمله په بریالیتوب سره شنډه کړه او دوه ټروریسټان یې ترې ووژل او دغه راز یو پولیس هم ووژل شو.

راپورونه وايي چې دغه نښته نن سهار اوه بجې پاې ته ورسیدله او دغه راز یوشمیر ټروریسټان ژوبل شوي هم دي.

یو وژل شوی ترهګر زوبیر نواز نومیږي چې د لکي مروت سیمې د تحریک طالبان د ټيپو ډلې د امیر ارشد نواز ورور دی.

دوهم وژل شوی ترهګر محمد خان نومیږي او  هغه د تحریک طالبان پاکستان ټيپو ډلې ژمن غړی و او له زبیر نواز څخه زیات خطرناک و.

په پاکستان کښې په تیرې جمعې ورځې په بلوچستان مستونګ او د خیبر پښتونخوا صوبې په هنګو سیمه کښې په بم چاودنو کښې پینځه شپيته کسان وژل شوي او له اویاو زیات ژوبل شوي وو.