Dec 11, 2023 05:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو د فلسطین ملاتړ وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د فلسطین پلویانو د فلسطین د ازادۍ په ملاتړ او د غزې له شهیدانو سره د میثاق د نوي کولو لپاره مظاهرې وکړې.

په پاکستان کښې د فلسطین د مقاومت د چورلیز د ملاتړو لاریون پرون د پرله پسې نهمې ورځې لپاره دوام درلود او په همدې لړ کښې د پاکستان د سیند صوبې په مرکز  کراچۍ ښار او  د پنجاب  صوبې په  ملتان ښار کښې د فلسطین د ازادۍ  مظاهرې وشوې.

دغه مظاهرې د پاکستان د امامیه سټوډنټس ارګنایزیشن ، د مجلس وحدت مسلمین او د جماعت اسلامي ګوندونو په زیار او د سیاسي فعالانو، د مذهي  شخصیتونو او د بیلابیلو ډلو په ګډون سره وشوې او ګډون کونکو مړه دې امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونه ورکړل.

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفري د مظاهرو د اصلي ویناوال په توګه ټینګار وکړ چې فلسطینیانو د تل په شان په پوځي ، رواني او اخلاقي اړخونو کښې په صهیونیسټ دښمن غلبه کړي ده او تیریګرو ته له رسوايۍ او ماتي پرته بل هیڅ ونه رسیدل.

ځینو اهل ستونو علماو هم په خپلو ویناو کښې د اسرائیلو د جنایتونو او د امریکا د ملګرتیا په وړاندې د سیمې د عربو هیوادونو چوپتیا وغندله.

 

ټیګونه