Mar 08, 2024 14:59 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړي وزیر د تهران او اسلام آباد ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ

د پاکستان لومړي وزیر په مختلفو برخو کې، د تهران او اسلام آباد ترمنځ د دوه اړخیزو ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د مبارکۍ پیغام ته په اشارې سره، د پاکستان نوي لومړي وزیر، محمد شهباز شریف، پرون پنجشنبه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «پاکستان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د نږدې همکارۍ لپاره، د دواړو هېوادونو او سیمې د پرمختګ په لاره کې پر خپل هوډ ټینګار لري.

له ګاونډیانو سره په ټولو برخو کې د اړیکو پراختیا، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب دی او په دې برخه کې د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا د لارو چارو تعقیبول، د ایران او پاکستان د چارواکو د پام وړ ګرځېدلی دی.

پاکستان له ۹۰۰ کیلو مترو په زیاتې وچې پولې په درلودو سره، له عراق وروسته، له ایران سره تر ټولو اوږده ګډه پوله لري.

ټیګونه