پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوي لري.
د یا وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وايي، په خوست او پکتیکا کې د دغه هېواد په وروستیو هوايي بریدونو کې ملکي وګړي، تاسیسات او د افغان پوځ غړي په نښه شوي نه دي.
هغې نن (پنجشنبه) له رسنیو سره په خبرو کې وویل: پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري.
هغې زیاته کړې، اسلام اباد هیله لري چې له کابل سره په ګډه د هغو ډلو مخه ونیسي چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان د دفاع وزیر ویلي وو چې اسلام اباد به له افغانستان څخه د پاکستان د هر ډول ګواښ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
له یوه پاکستاني ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې خواجه محمد اصف ویلي چې اوس هم د خبرو له لارې د ستونزو هوارول ممکن دي او که اړتیا پیدا شوه نو له سرپرست حکومت سره به د تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه، پوځي اقدام وروستۍ حل لاره چې دوی یې غوښتوونکي نه دي.