Mar 21, 2024 15:23 Asia/Kabul
  • ځانمرګي برید د پاکستان ۲۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا په ډیره اسمعیل خان سیمه کې نن سهار د پاکستان د پوځ په کاروان ځانمرګي برید له امله دوه پوځیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ دغه برید د ډیره اسمعیل خان سیمې په هتاله سیمه کې هغه مهال شوی، چې د پاکستاني پوځیانو یو کاروان له ټانک څخه ډیره اسمعیل خان پر لورې روان وو.

سیمه ییزې سرچینې په یاد برید کې د تلفاتو شمېر زیات ښيي او وایي چې له ځانمرګي برید وړاندې د پوځ په کاروان ډزې شوې وې.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.

 

 

ټیګونه