Mar 22, 2024 14:55 Asia/Kabul
  • عمران خان: د پاکستان نوی حکومت به ۴ یا پنځه میاشتو کې سقوط شي

د پاکستاني پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی، وړاندوینه کړې چې د دغه هېواد اوسنی ایتلافي حکومت به څلور یا پنخه میاشتو پورې سقوط شي.

د یاد هېواد رسنیو د ښاغلي خان له قوله لیکلي: چې د دغه هېواد د اوسني حکومت لمنځه تلل به د دې لامل شي، چې نوموړي ته له اډیاله زندان څخه د خلاصون لار هم هواره شي.

عمران خان له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، له همدې امله پيپلز ګوند په کابينه کې نه دی شامل شوی.

ښاغلي خان وویل، چې د هغه په وړاندې قضیه بې بنسټه ده او ادعا یې وکړه، چې خزانې ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی ځکه چې له انګلستان څخه لېږدول شوې پېسې د حکومت په واک کې وې او د جرم هیڅ نښې نښانې په کې نه لیدل کېږي.

ښاغلي خان ویلي، چې اوسنيو حالاتو ټول نظام افشا کړى او زياته یې کړه، چې په هر څه کې لاس وهنه روانه ده.

ښاغلي خان په خواشینۍ سره وویل، چې د ایران او افغانستان سره د پاکستان اړیکې خړې پړې شوې دي او اندېښنه یې څرګنده کړه، چې دا به په هېواد کې د ترهګرۍ د زیاتوالي لامل شي.

 

ټیګونه